د کورنیو چارو سرپرست وزیر د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ له مشرتابه او مسوولینو سره وکتل

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ له مشرتابه او د پولیسو حوزو له امرینو سره وکتل او د کمکي اختر مبارکي یې ورکړه.
په دې کتنه کې د هرات ولایت امنیه قوماندان ملپاسوال سنایي ستانکزي د قانون د تنفیذ، د سازمان شویو جرمونو پر وړاندې د مبارزې او همدارنګه د دوښمن د خوځښتونو د شنډولو په اړه د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته راپور وړاندې کړ.
ورپسې د کورنیو چارو سرپرست وزیر هم د پولیسو، ملي امنیت او اردو ځواکونو تر منځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او د جرمونو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تنفیذ په برخو کې یې د دوی هڅې وستایلې.
ښاغلي حیات زیاته کړه، هېڅ امر باید د زورواکو ځانګړو فرمایشونو ته غاړه کېنږدي. که چېرې یې دا چاره ترسره کړه، نو له دندې به ګوښه کړی شي. ستاسې لومړیتوب باید د خلکو له غوښتنو سره سم د انسان تښتونې، جنایي جرمونو او همداراز د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخو کې وي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل، د پولیسو په لیکو کې ناغېړي د منلو نه ده. د پولیسو هر منسوب چې د پولیسو د بدنامولو په پار د پولیسو له نامه څخه استفاده وکړي، د پولیسو له لیکو ایستل کېږي.
هېره دې نه وي چې په یاده کتنه کې د کورنیو چارو وزارت د پېژنتون، پلټنې، د قوتونو د تنظیم او د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د دې وزارت لومړي درجه مسوولینو هم ګډون کړی و.