د کورنیو چارو سرپرست وزیر د موټربم شنډولو له کبله د لومړي ساتنمن میرویس مېړانه او سرښندنه وستایله

jamil-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۱۵:۴۸
7

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال نن په رهبرۍ غونډه کې له لومړي ساتنمن میرویس سره ټلېفوني اړیکه ونیوه او په هرات ولایت کې یې د موټربم شنډولو له امله د نوموړي زړورتیا او ترسره کړې چاره وستایله. 
جنرال عبدالستار میرزکوال د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د تېرې شپې مېړانه بېسارې یاده کړه او دوی ته یې د مالي مکافاتو سربېره، لومړي ساتنمن میرویس او په پېښه کې یوه شهید شوي منسوب ته یوه، یوه فوق العاده رتبه هم منظوره کړه. 
د یادونې وړ ده چې تېره شپه ترهګرو غوښتل څو د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د موټربم په وسیله ترورېستي برید ترسره کړي، چې موخې ته له رسېدو دمخه د لومړي ساتنمن میرویس له لوري شنډ کړل شو.