د کورنیو چارو سرپرست وزیر او لومړی مرستیال معرفي او په کار یې پیل وکړ

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳۰ - ۱۴:۵۸
7

د جمهوري ریاست د ستر مقام د حکم پر بنسټ، ښاغلی حیات الله حیات د کورنیو چارو د سرپرست او همدارنګه سترپاسوال محمد ایوب سالنګي هم د یاد وزارت د لومړي مرستیال په توګه ګومارل شوي او نن له غرمې مخکې د ملي امنیت د سلاکار د مرستیال له لوري معرفي شول.
په یادو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت معینانو او همدارنګه د ملي شورا یو شمېر وکیلانو او سناتورانو هم ګډون کړی و.
د ملي امنیت د سلاکار مرستیال ډګر جنرال عبادالله عباد د دې مراسمو په ترڅ کې د محمدمسعود اندرابي دوه کلنې چارې وستایلې او د کورنیو چارو وزارت نوي سرپرست او لومړي مرستیال ته یې په ور سپارل شویو چارو کې د بریا غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې؛ د کورنیو چارو سرپرست حیات الله حیات هم ډاډ ورکړ، چې په یاد وزارت کې به د اصلاحاتو په برخه کې لا کوټلي ګامونه واخلي او په اړونده برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
ښاغلي حیات هغو کسانو ته خبرداری ورکړ چې د پولیسو له نوم او یونیفورم څخه ناوړه ګټنه کوي او ویې ویل، چې له دوی سره به قانوني جدي چلند وشي.
همدارنګه؛ د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال سترپاسوال محمد ایوب سالنګي هم ژمنه وکړه، چې د امنیت د ټینګښت، د قانون د تنفیذ او د هېواد د ملي پولیسو د تقویې په برخو کې به د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او معینانو سره یو ځای او په پوره همغږۍ کار وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع په کورنیو چارو وزارت کې د یو لړ اصلاحي برنامو په اړه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې په تخنیکي او تکنالوژي برخو کې اصلاحات راغلي او په نورو برخو کې د دې لړۍ تطبیق لا دوام لري.