د کنړ امنیه قومندانۍ د شنو سیمو او ځنګلونو ساتلو قطعې منسوبینو
، د قیمتي لرګیو د قاچاق مخه د یاد ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې نیولې او یوتن یې په اړه نیول شوی دی. دغه راز، د کورنیو چارو وزارت شرطې، د څو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې، د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې ، دوه تنه حرفه اي غله او یو بل تن یې د فاریاب په ولایت کې د مبایل د غلا په تړاو نیولی دی.