د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ څو کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۹:۱۵
2

له تېرو درېیو ورځو راهیسې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو سربېره امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د شلغمۍ، قلعه شاه میر او رنګرېزان په ګډون څو نور کلي د ترهګرو طالبانو له شتون پاک شوي او همداراز په مندوزي کلي کې د ترهګرو څو نښلوونکي کانالونه له منځه وړل شوي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
بلخوا تېره شپه همدې ځواکونو د میوند ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی نیولی او همدارنګه د ترهګرو څو پټنځایونه او لسګونه کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.