د کندهار له نړیوال هوايي ډګره پنځه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۵ - ۱۳:۵۴
ړ

د کندهار ولایت د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیسو پنځه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو له پېژندنې وروسته نیولي دي.
یادو کسانو نږدې دوه کیلو ګرامه هیرویین په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې هندوستان ته یې ولېږدوي؛ چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا ونیول شول.