د کندهار د پولیسو له خوا ۱۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د کندهار د ملي پولیسو له خوا لس تنه د دې ولایت له دویمې، اتمې او نهمې ناحیو اړوند سیمو څخه، د وژنې او ترور په تور نیول شوي دي. نیول شویو کسانو د دې ولایت په پنجوايي او ارغنداب ولسواليو کې هم په ترور لاس پورې کوه.
د دې ترڅنګ، د کندهار پولیسو دوه تنه چې په ترهګریزو پېښو کې یې لاس درولود؛ نیولي دي.
همداراز درې تنه د کورونو او موټرونو د غلا په تور، د کندهار ولایت د پولیسو له خوا باالفعل نیول شوي دي.