د کریمنال تخنیک ۳۳ تنو فارغینو ته تر لنډمهالې ښوونې وروسته تصدیق لیکونه ورکړل شول.

moi-af
شنبه ۱۴۰۰/۸/۸ - ۱۴:۲
Image

د کریمنال تخنیک ۳۳ تنو کارکوونکو ته تر لنډمهالې ښوونې وروسته د کورنیو چارو وزارت د مقام دفتر په تالار کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې تصدیق لیکونه ورکړل شول.
د غونډې په پیل کې د کریمنال تخنیک ادارې مشر مولوي محمدحسین د کریمنال تخنیک پر اهمیت خبرې وکړې او له فارغینو یې وغوښتل څو له ورکړل شوې روزنې پوره ګټه پورته کړي او له اداري فساد څخه د مخنیوي په برخه کې د کوټلو ګامونو د پورته کولو ترڅنګ، د مراجعینو پر وړاندې د خنډ لامل نشي. 
یاده غونډه فارغینو ته د تصدیق لیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.