د کابل ککړې هوا د مخنیوي په موخه غونډه جوړه شوه

نن د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت د کابل ککړې هوا د مخنیوي په موخه د استوګنیزو ښارګوټو، خښتو جوړونې داشونو، حمامونو، د واده سالونونو، تولیدي فابریکو، رستورانتونو، سونا حوضونو او سوداګریزو مرکزونو له مالکینو سره وکتل.
په دې غونډه کې چې د چاپېریال ساتنې ادارو چارواکو، کابل ښاروالۍ او د کابل امنیه قومندانۍ مشرتابه هم ګډون کړی و؛ کابل کې د ککړې هوا د مخنیوي په موخه بحث او خبرې وشوې.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت چې د دې غونډې مشري پر غاړه درلوده، وویل چې په کابل کې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره باید یو لړ بېړني اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.
مل پاسوال خوشحال سعادت د هوا ککړتیا د مخنیوي په برخه کې د خلکو همکاري اړینه یاد کړه او د ښارګوټو او نورو برخو مسوولینو ته یې چې د هوا په ککړتیا کې مهم نقش لري، سپارښتنه وکړه؛ څو له معیاري سون توکو استفاده وکړي او دا چاره به د کابل هوا د سمسورتیا لامل شي.
د دې غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د روانې میاشتې تر ۸مې نېټې دې ټولې هغه برخې چې د هوا د ککړېدو لامل ګرځي؛ په فلترونو او معیاري سون توکو سمبال شي او کوم کسان چې په دې برخه کې ناغېړي کوي، له هغوی سره به جدي قانوني چلند وشي.