د پولیس راډیو لپاره ساؤنډ ایډیټر

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۳۱
یبلایبلا

Publish Date

Closing Date

اداره:  پولیس راډیو
د دندې عنوان:  ساؤنډ ایډیټر (Sound Editor)
د کار ځای:  کابل او د اړتیا پر اساس نور ولایتونه
د دندې ډول:  وروسته له ارزونې رسمي کېږي.
د دندې لنډیز:
پولیس راډیو د یو تجربه ‌کار، خلاق او مسلکي ساؤنډ ایډیټر ته اړتیا لري، ترڅو د راډیويي خپرونو، نعتونو، پرومومشن موادو، ټریلرونو، او راډیويي اعلاناتو غږیز ایډیټ ترسره کړي.
د ساؤنډ ایډیټر مسؤلیتونو کې د غږیز فایلونو پاکوالی ایډیټ، غږیز تاثرات (Sound Effects) اضافه کول، د غږ کیفیت ښه کول، او د پروګرامونو غږیز تنظیم شامل دي.
د دندې شرطونه:
1. د راډیويي خپرونو، نعتونو، ټریلرونو، نور رايډويي موادو، او اعلاناتو ایډیټ کول.
2. د غږیز کیفیت ښه کول، شور (Noise Reduction) کمول، او غږ ته مسلکي جوړښت ورکول.
3. د Sound Effects، او Voice-over ترکیب او تنظیم.
4. د خپرونو‌ جوړونکو، ویاندویانو او تخنیکي ټیم سره همکاري.
5. د راډیويي اعلاناتو، پروموشنونو، او ټریلرونو لپاره د مسلکي غږیزو کلیپونو چمتو کول.
6. د ساؤنډ فایلونو ترتیب، تنظیم، او آرشیف کول.
د ګمارنې شرایط:
1. د راډیويي خپرونو ساؤنډ میکسینګ، مسترینګ، او فاینل ایډیټ کولو مهارت.
2. لږ تر لږه دوه کلنه تجربه د ساؤنډ ایډیټ، راډیو تولید، یا آډیو نورو برخو کې.
3. د Adobe Audition، Pro Tools، Ableton، یا FL Studio کارولو مهارت.
4. iZotope Ozone | Waves Plugins | FabFilter Pro Bundle | Slate Digital Plugins | Soundtoys | Serum | Massive | Sylenth1 | Kontakt | Omnisphere | Reaper | Melodyne | OBS Studio 
5. د ویاندویانو، پروډیوسرانو، او راډیويي ټیم سره د همکارۍ وړتیا.
6. که د ویډیو ایډیټینګ Adobe Premiere) یا (After Effects سره بلدیت ولري، امتیاز لري. 

د غوښتنلیک سپارلو لار:
په شرایطو برابر کسان کولی شي خپلې(CV) د دغه moipoliceradio@gmail.com برېښنالیک له لارې را واستوي.
یوازې هغه غوښتونکي چې د شرایطو وړ وبلل شي د لومړنۍ ازموینې لپاره شارټ لېست کېږي. له ازموینې وروسته ټاکل شوي کسان مرکې (انټرویو) ته بلل کېږي. د مرکې له بریالي کېدو وروسته یوه لنډه موده د عملي کار ارزونه کېږي. که نوماند ټولې قانوني پروسې په بریالیتوب بشپړې کړي نو د دندې موقعیت ورته مشخص او رسمي دنده ورسپارل کېږي.
د غوراوي بهیر د بشپړېدو لپاره به له اړوندو کسانو سره اړیکه نیول کېږي. د غوښتنلیک له استولو وروسته له مکرر تماس نیولو ډډه وکړئ.
یادونه :د برېښنالیک موضوع(Subject)  کې باید " د پولیس راډیو لپاره ساونډ اېډېټر” یاد کړل شي.
که کومه پوښتنه یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ د لاندې شمېرو له لارې اړیکه ونیسئ: 
وټساپ / تلیفون:
0093777685947
0093778153719
 

مربوطه دندېټول ښودل

بیرته تګ