د پولیسو په لیکو کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۱/۲۳ - ۸:۵۶
01

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع د کابل امنیه قوماندانۍ له رهبرۍ او د ښار امنیتي حوزو له آمرینو سره په ناسته کې د پولیسو په لیکو کې د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه د پولیسو ټولو منسوبینو ته سپارښتنه وکړه چې ټول منسوبین باید هم خپلې او هم د ټولنې حفظ الصحې ته په سمه توګه پاملرنه وکړي او له دغه ویروس څخه د مخ نیوي په موخه دې ټول هغه لازم توکي (ماسک، دست کشو او ضد عفوي موادو) څخه استفاده وکړي.
دغه راز ښاغلي قانع د لوژستیک او روغتیايي برخې اړونده مسؤلینو ته لارښونه وکړه چې له کرونا ویروس څخه د ژغورنې په موخه دې ټول اړوند لوازم عاجل پوره او د احتمالي پېښو لپاره لا ډېر جدي تدابیر ونیسي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د کابل ښار د کلک قرنطین په اړه د امنیتي حوزو مسؤلینو له کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل چې پولیس د خپلو خلکو د خدمت او روغتیا لپاره باید هیڅ راز هلې ځلې و نه سپموي.