د پولیسو له خدمتونو د ملاتړ او همدارنګه د جلب او جذب د خدمتونو مرکزونه پرانیستل شول
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات نن سهار هېوادوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه د پولیسو له خدمتونو د ملاتړ او همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د جلب او جذب د خدمتونو مرکزونه پرانیستل.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د پولیسو له خدمتونو د ملاتړ مرکز په پرانیستغونډه کې وویل، چې د دې مرکز په پرانیستې سره به د ملي پولیسو د شهیدانو د کورنیو او ورثو حقوقي چارو ته د پخوا په پرتله په چټکۍ سره رسېدنه کېږي او او د طی مراحل چارې یې له ۲۰ ورځو څخه ۲ ورځو ته راټیټې شوې دي.
همدارنګه؛ ښاغلي حیات د کورنیو چارو وزارت د جلب او جذب د خدمتونو مرکز هم پرانیست او ویې ویل، چې د دې مرکز په فعالیت سره به د ګومارنې ځنډنۍ پروسې لنډې شي او تر دې وروسته مراجعین اړ نه دي څو د خپلو اسنادو د اداري چارو د بشپړولو له امله په تمه پاتې شي.
هېره دې نه وي، چې د ملي پولیسو د منسوبینو او د هېوادوالو ستونزو ته د پر وخت رسېدنې په موخه د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې د عامه خدمتونو او پېژنتون خدمتونو مرکزونه هم فعالیت کوي.