د پولیسو د همغږۍ نړیوال بورد کلنۍ غونډه جوړه شوه.

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۳ - ۱۴:۵۱
z

نن له غرمې مخکې د اجراییه ریاست په سپېدار ماڼۍ کې د پولیسو د همغږۍ نړیوال بورد کلنۍ غونډه د اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین، د پالیسي او ستراتېژي او له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیالانو، د پولیسو د همغږۍ نړیوال بورد ګډې مشرې، او د نړیوالې ټولنې مرستندویه استازو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له افغان پولیسو د ملاتړ، پیاوتیا او روزنې په برخه کې له نړیوالو مرستندویانو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې افغان ملي پولیس تر بل هر وخته مسلکي، منسجم او غښتلي شوي او د قانون د تنفیذ، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د عامه امن په ټینګولو کې له خپل ټول توانه کار اخلي.
ښاغلي عبدالله د افغان ملي پولیسو د تنخوا او امتیازونو د سیستمونو له برېښنايي کېدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې کورنیو چارو وزارت کې د ملي پولیسو د منسوبینو د ثبت او امتیاز د ورکړې (اپس) سیستم چارې تر ډېره بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به د هر منسوب تنخوا او امتیاز د یوه رڼه برېښنايي سیستم له لارې په چټک ډول ترسره کېږي.
اجراییه رییس د پولیسو د همغږۍ نړیوال بورد غړو ترمنځ د پوره باور او همغږۍ په رامنځته کېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې له نړیوالو مرستو باید د پولیسو په معیشتي او وظیفوي برخو کې د مثبتو بدلونونو په راتلو کې استفاده وشي.
د دې ترڅنګ؛ د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د پولیسو د لاسته راوړنو سربېره له شته ننګونو هم یادونه وکړه او ویې ویل، چې اوس پولیس تر ډېره مسلکي چلند کوي، خو د لا ښه امنیت د ټینګښت په برخه کې د پولیسو او خلکو ترمنځ متقابله همکاري ډېره اړینه ده.
ښاغلي اندرابي وویل، چې کورنیو چارو وزارت ستراتېژیکو اهدافو ته د رسېدو لپاره د نړیوالو همکارانو په وړاندې بشپړه ژمنتیا لري او د شته میکانیزمونو له لارې به د پولیسو په وظیفوي اړخ کې د مثبت بدلون راوستو په موخه له هر چانس څخه استفاده وکړي.
همداراز د پولیسو د همغږۍ نړیوال بورد ګډې مشرې الیسون بلېک په افغان پولیسو کې له راغلو ښو بدلونونو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې نړیواله ټولنه له افغان پولیسو سره د مرستې او روزنې په برخه کې ژمنه ده او ګډو ستراتېژیکو اهدافو ته د رسېدو لپاره کلک هوډ لري.
د یادونې وړ ده چې د پولیسو د همغږۍ نړیوال بورد غونډه هرکال د نړیوالو مرستندویانو په ګډون جوړېږي، چې موخه یې د ګډو اهدافو ارزونه او د ننګونو د حل لارو په ګوته کول دي.