د پروان پولیسو یو تن د انسان تښتوونکو له منګلو وژغولو

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۴:۳۹
sfdgsd

د یاد ولایت امنیه قومندانۍ منسوبینو د پروان ولایت په سیدخیلو ولسوالی کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې، یو تن د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورلو چې یوه اونۍ وړاندې د کابل ولایت څخه تښتول شوی وو او د خوشي کولو په بدل کې یې، د کورنۍ څخه ۳۰۰ زره امریکایي ډالر غوښتي وو.
پولیسو د یادې پېښې په تړاو ۴ تنه نیولي چې اوس مهال د پولیسو تر لومړنیو څیړنو لاندې دي او وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.