د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه.

نن ماسپښین د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه ګډه امنیتي، دفاعي او د ذیربطو بنسټونو غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې او کمېشنرانو، د کورنیو چارو، پوهنې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو سرپرست وزیرانو، د مالیې، ارشاد حج او اوقاف، د کلیو او پراختیا وزارتونو استازو ګډون کړی و.
د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې په جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسراوي په برخه کې د امنیتي راپور تر وړاندې کولو وروسته وویل، چې د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په برخه کې رغنده ګامونه پورته شوي او کورنیو چارو وزارت په بشپړ ډول د ټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره تیاری لري.
محمد مسعود اندرابي په ټاکنو کې د خلکو پر ګډون ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټاکنو کې د ګډون په موخه د خلکو د امنیت د ټینګښت په برخه کې ژمن او پوره چمتوالی لري او دښمن ته به د دې ملي پروسې په وړاندې د خنډ رامنځته کولو هېڅ فرصت ته اجازه ورنه کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د تیاري په کمېټه کې ذیربطو بنسټونو هم تر اوسه د راغلو پرمختګونو راپور وړاندې کړ او تر ټاکنو مخکې یې د پاتې پړاوونو د بشپړولو ډاډ ورکړ.