د ولایتونو د امنیه قوماندانیو د تامیناتو مرستیالانو له پاره د ظرفیت لوړونې پینځه ورځنی سیمینار جوړ شو

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۷:۵۶
6

په کورنیو چارو وزارت کې نن د ولایتونو د امنیه قوماندانیو د تامیناتو د مرستیالانو د ظرفیت لوړونې پینځه ورځنی سیمینار په “مالي، لوژېستیکي او تخنیکي” برخو کې جوړ شو. 
د دې سیمینار په پرانیسته کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د خپلو خبرو په لړ کې وویل، چې د پولیسو حقوقو او امتیازاتو ته رسېدنه لومړیتوب دی او په دې برخه کې هېڅ ډول تعلل او غفلت د منلو ندی.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پولیسو د شهیدانو ورثو ته پر پاملرنې هم ټینګار وکړ او د ولایتونو تامیناتي مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د پولیسو د شهیدانو او معلولینو د حقوقو او امتیازاتو د ورکړې په برخو کې جدي هڅې وکړي. 
ښاغلي حیات الله حیات مسوولو چارواکو ته وویل، چې د تخنیکي او محاربوي وسایلو په ساتنه کې له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي او له شته لوژېستیکي وسایلو ګټوره استفاده وکړي.
په همدې حال کې؛ د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال سترپاسوال محمد ایوب سالنګي د تامیناتي او لوژېستیک برخو د مسوولینو د ظرفیت لوړونې په برخو کې د دې ډول سیمینارونو جوړول مهم یاد کړل او ویې ویل، چې د مرکز او ولایتونو د تامیناتي مسوولینو د پوهې او مهارتونو وده د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه لومړیتوب دی.
د دې ترڅنګ؛ د کورنیو چارو وزارت تامیناتي مرستیال ریاض درمل د یاد سیمینار په ترڅ کې مسوولینو ته د روڼ او ځوابویونکي سیستم پر تطبیق ټینګار وکړ او د پولیسو اړتیاو ته یې د رسېدنې په برخه کې د امنیه قوماندانیو د مرستیالانو نقش مهم یاد کړ.