د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۱۱ تنه د وژنې او د موټر د غلا په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو منسوبینو په هرات، پروان، فاریاب او تخار ولایتونو کې څو بېل عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۱ تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د قتل او د موټر د غلا په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه په هرات ښار کې د غلو یوه درې کسیزه ډله له یوې قبضې تفنګچې او دوه عرادو غلا شویو موټرسایکلونو، په پروان ولایت کې درې تنه د موټر د غلا په تړاو له یو عراده غلا شوي موټر، د تخار ولایت په مرکز کې د موټر درې غله له یوه غلا شوي موټر او همدارنګه د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې هم دوه تنه د وژنې په تور نیول شوي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.