د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۴:۱
df

د کندوز، هلمند او پکتیکا ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د يادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې ۹ تنه د قتل، ژوبلې او غلا په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ په کندوز ولایت کې یو کس د قتل او څلور تنه د ژوبلې، د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کس د چپاولګرۍ او همدارنګه د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې هم یو کس د هټیو د مالونو د غلا په تړاو نیول شوي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.