د هېواد په درېیو ولایتونو کې شپږ تنه د قتل او غلا په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۳:۵۴
8

د بلخ، کابل او فاریاب ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د څو جلا عملیاتو په پایله کې شپږ تنه د وژنې او وسله والو غلاو  په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د کابل ښار د نهمې ناحیې په هودخېلو سیمه کې درې تنه د وسایطو غله، د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په پنځمه ناحیه کې دوه غله او همدارنګه د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې هم یو کس د قتل په تړاو نیول شوي دي.