د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه شوه
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه کړه.
په دې عملیاتو کې ۲۰ ترهګر طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د یادونې وړ ده چې د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو لسګونه کړۍ ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.