د هرات په کرخ ولسوالۍ کې ۲۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
![k](/sites/default/files/2021-07/218369798_2063978233740063_5459080676895036871_n_38.jpg)
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یاد ترهګر د طالبانو د مخکښ قوماندان غوثالدین سیاه خان په دستور له بادغیس ولایت څخه د هرات کرخ ولسوالۍ ته د ترورېستي پېښو د طرحې او سازماندهي په موخه راغلي وو.
په دې عملیات کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.