د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د وروستیو ترورونو عاملین ونیول شول

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۷ - ۱۴:۰
1


د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو لړ هدف‌مند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې په غوریان ولسوالۍ کې د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو د وروستیو ترورونو دوه عاملین نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو میل ماشیندار وسله او یو عراده موټرسایکل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.