د ننګرهار اچین ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ او ولسوالۍ د ودانیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۳۰
سیشبشسب

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت امنیه قومندان الحاج مولوي محب الله حماس، د ننګرهار ولایت د علماوو شورا رییس، یو شمېر مسوولینو، قومي مشرانو او د اچین ولسوالۍ اوسېدونکو ګډون درلود.
ښاغلي حماس په خپلو خبرو کې، د یادې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښوودل د دغه ولسوالۍ امنیتي او اداري خدمتونو وړاندې کولو ته مهم وګڼل.
امنیه قومندان په خپلو خبرو کې، د امنیه قومندانۍ او ولسوالۍ د ودانیو د جوړولو لګښت نېږدې ۴۰ میلیونه افغانۍ یاد کړ او د مخکې جوړې شوې برنامې په اساس به یې د یوه کال په موده کې کار تکیمل او ګټې اخیستې ته وسپارل شي.