د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر له سرپرست سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شېخ عبدالرحمن منير په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) له سرپرست ښاغلي اردراغلي سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې. د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین په دې لیدنه کې ښاغلي اردراغلي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت تل هڅه کوي ترڅو له ټولو هغو نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کار کوي، خپلې نیکې اړیکې، همغږي او پرله پسې همکارۍ وساتي؛ بلخوا ښاغلي اردراغلي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او په پای کې دواړو لورو د دغې پدیدې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.