د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت کې د ظرفیت لوړونې له روزنیز کورس څخه د (۴۵) مجاهدینو د فراغت غونډه
پنجشنبه 19 جوزا 1401
لومړی مراسم د قاري صاحب جلیل احمد له خوا د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
ورپسې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رئیس مولوي حسیب الله احمدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د دغه ډول سیمینارونو له جوړولو څخه یې موخه د نشه یي توکو د بېلابېلو ډولونو په پېژندلو کې د مجاهدینو د ظرفیت لوړول، له خلکو سره ښه چلند، دوسیې ثبتول او د نشه یي توکو د پلورونکو او قاچاقبرانو نیول.
همدارنګه محترم مولوي عبدالقدیم فضلي د تحقیق او مطالعاتو رئیس محترم مفتي محمدالله احمدي د عملياتي عمومي رئیس هریو د غونډې ګډونوالو ته د بیت المال د ساتلو، د امیر په اطاعت، د نیکو اعمالو په ترسره کولو خبرې وکړې.
ورپسې د مخدره موادو سره دمبارزې معینیت محترم معین صاحب الحاج ملا عبدالحق اخند همکار د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو د روزنیز مرکز د تجربه لرونکو استادانو له خوا د ظرفیت لوړونې د شل ورځني کورس له څلورم پړاو څخه ۴۵ تنو مجاهدینو ته د فراغت مبارکي وویله د مجاهدینو او د دې معینیت د فارغانو د لا بریاوو غوښتنه یې وکړه او مسؤلین یې خپلو دندو او مسؤلیتونو ته متوجه کړل.
ورپسې د یاد کورس په (۴۵) تنو فارغینو باندې د معینیت دمحترم مقام له لوري نغدي ډالۍ او سندونه وویشل شول.
په پای کې د معینیت دملکي معاون مولوي صاحب عبدالرحمن قاسمي له خوا مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.