د لوی اختر په ورځ پر لمونځ کوونکو د توغندیز برید طراح ونیول شو

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د پینځمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د لوی اختر په ورځ پر لمونځ کوونکو د توغندیز برید د طرحې او سازماندهي په تړاو د ترهګرو طالبانو یو مخکښ غړی نیولی دی.
په دې عملیاتو کې د توغندیز برید د طراح د نیول کېدو سربېره، درې تنه نور هم نیول شوي دي.
یادې ډلې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې په ځانګړې توګه په پغمان ولسوالۍ کې د ترورېستي بریدونو په طرحې او سازماندهۍ کې فعال نقش درلود.
له نیول شویو کسانو څخه دوه سیټه موبایلونه او یو شمېر اسناد او شواهد هم ترلاسه شوي دي.