د فاریاب په پشتونکوټ کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د څو کلیدي غړو په ګډون ۳۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په "خواجه ناموسي" کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د ترهګرو طالبانو د څو کلیدي غړو په ګډون ۳۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې عملیاتو په لړ کې چې پرون غرمه ترسره شول، د المار ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال خالد اکه، د المار ولسوالۍ د نظامي کمېسیون مسوول هدایت الله، د یادې ډلې د قوماندان ملا نورالحق او همدارنګه درې بهرنیو ترورېستانو په ګډون ۱۹ ترهګر طالبان وژل شوي او د فاریاب ولایت د نظامي کمېسیون د مسوول ملا شعیب په ګډون ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو ۱۲ عرادې موټرسایکلونه، څلور عرادې موټربمونه او یو اندازه مهمات له منځه وړل شوي او همداراز دوه ترهګر او څلور عرادې موټر یې نیول شوي دي.