د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲتعالی د فرمان پر اساس د اسلامي امارت په تشکیلاتو کي لاندي ټاکني وشوې:
1. د فاریاب ولایت مخکنی والي ملا عبدالاحد فضلي؛ د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د وزیر په توګه؛
2. د بادغیس ولایت مخکنی والي ملا محمد حنیف حمزه؛ د فاریاب ولایت د والي په توګه؛
3. د بغلان ولایت مخکنی والي مولوي عبدالرحمن حقاني؛ د خوست ولایت د والي په توګه؛
4. د خوست ولایت مخکنی والي مولوي عبد ﷲمختار؛ د بغلان ولایت د والي په توګه؛
5. د ریاسة الوزراء اقتصادي معاونیت مخکنی مشاور ملا محمد ولي جان؛ د بادغیس ولایت د والي په توګه؛
6. د پکتیکا ولایت مخکنی مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او دیني چارو د انسجام د معین په توګه؛
7. د میدان وردګ ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي عبدالقیوم هلال؛ د بغلان ولایت د امنیه قومندان په توګه؛
8. د بغلان ولایت مخکنی امنیه قومندان ملا عبدالحق؛ د میدان وردګ ولایت د امنیه قومندان په توګه؛
9. د زندانونو چارو ادارې د بندیانو د سلب ازادي د مخنیوي مخکنی رئیس مولوي محمد عمر مخلص؛ د نیمروز ولایت د امنیه قومندان په توګه؛
10. د میدان وردګ ولایت مخکنی مرستیال والي ملا فرید ﷲ قیام؛ د لوګر ولایت د امنیه قومندان په توګه؛
11. د پکتیا ولایت مخکنی مرستیال والي مولوي انعام ﷲ صلاح الدین؛ د لوګر ولایت د مرستیال په توګه؛
12. د لوګر ولایت مخکنی مرستیال والي مولوي محمد انور؛ د پکتیا ولایت د مرستیال په توګه؛
13. د نیمروز ولایت مخکنی امنیه قومندان ملا عبدالظاهر مدثر؛ د میدان وردګ ولایت د مرستیال په توګه؛
14. د هلمند ولایت مخکنی مرستیال والي مولوي محمد نبي حماس؛ د بغلان ولایت د مرستیال په توګه؛
15. د فراه ولایت مخکنی مرستیال والي مولوي رحیم ﷲ محمود؛ د هلمند ولایت د مرستیال په توګه؛
16. د ۲۰۳ منصوري قول اردو دریمې پیاده لواء مخکنی قومندان مولوي محمد ګل خیبر؛ د فراه ولایت د مرستیال په توګه؛
17. د بغلان ولایت مخکنی مرستیال والي ملا محمد همایون جهاد یاد؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو دریمي پلي لواء د قومندان په توګه؛
18. د پکتیکا ولایت د علماوو شوری مخکنی غړی قاضي نور ﷲ؛ د همدې ولایت د مرستیال په توګه؛
19. د لوګر ولایت مخکنی امنیه قومندان ملا اغا ولي حنفي؛ د زندانونو چارو عمومي ریاست د ازادۍ د سلب شویو ځایونو د څارنې ریاست د رئیس په توګه.
د ﷲ (جل جلاله) له دربار څخه د اسلام د سپېڅلي شریعت په رڼا کي د ورسپارل شوو چارو په ترسره کولو کي ورته توفیق غواړو.
ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند