د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د عمومي قومندانۍ خبرتیا

moi-af
moi

په هېواد کې دننه او بهر د ملکي دولتي/خصوصي پوهنتونونو د کمپیوټرساینس، حقوق، شرعیات، ژورنالېزم، اقتصاد او اروا پوهنې پوهنځیو فارغینو ته چې د لېسانس سند ولري او تر دې دمخه یې د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ په عمومي قومندانۍ کې د فوق لېسانس د شمولیت نوملیکنه بشپړه کړې وي؛ رسول کېږي چې د مصاحبې او فورم ډکونې لپاره دې د روان کال د مرغومي میاشتې د ۱۴ تر ۱۶ نېټې د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ عمومي قومندانۍ ته مراجعه وکړي او یا دې یاد فورم د کورنیو چارو وزارت د برېښنايي پاڼې له لارې ترلاسه کړي او د فورم له ډکونې او بشپړونې وروسته دې د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ ته تسلیم کړي؛ تر څو هغې ته په کتو د پاتې پړاوونو د بشپړولو په تړاو اجراآت ترسره شي.
همداراز ټولو متقاضیانو ته خبر ورکول کېږي چې د دې برنامې د نوملیکنې نېټه د ۱۳۹۸ کال د مرغومي په ۱۰ پای ته رسېږي او له دې نېټې وروسته دې متقاضیان د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ ته مراجعه نه کوي.
یادونه: د ځیرکو موبایلونو او برېښنايي وسایلو د ساتنځای د نشتون له امله د دې وسایلو له راوړلو په کلکه ډډه وکړئ.
 

Documents

فورم ثبت نام

مطبوعاتي اعلامیې

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۸:۵۶
Background image

خبرتيا!

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست په هېواد کې د پولیسو پر فعالیتونو څارنه کوي او په هېواد کې د کورنیو چارو وزارت له لوري وړاندې کېدونکو چوپړتياوو

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳۱ - ۱۴:۵۰
Background image

خبرتیا!

د هغو موټرسایکلونو مالکینو او متصرفینو ته چې تر اوسه یې موټرسایکلونه جوازسیر او نمبر پلیټ نه لري (ګمرک یا مستوفیت) کې نه دي محصول شوي، یعنې یو کیلي

Back to announcements