د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست

sgsg

 

 

   

 

 


 

د شهیدانو او معلولینو د رئیس بیوګرافی:
محترم مفتي عزت الله "عمر" د محمد بهرام زوی د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی چې خپلې لوړې زده کړې یې د ( تخصص فی الفقه والقانون) په پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې بشپړې کړې دي.
د سپېڅلي جهاد په ۱۷ کلنه دوره کې یې په نورګل ولسوالۍ کې د قاضي په حیث ، د نورګل ولسوالۍ د ولسوال په صفت ، او د کنړ ولایت د مالي او اداري رئیس په توګه په وفادارۍ سره دندې ترسره کړې او وس په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د شهیدانو او معلولینو د چارو د رئیس په توګه د افغانستان اسلامي امارت کې دنده ترسره کوي.

د شهداؤ او معلولینو چاروریاست:
د شهداؤ او معلولینو چارو ریاست د هېواد ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت کارکوونکو ته ډاډ ورکوي، چې د امنیتي ځواکونو د شهداؤ، معلولینو، ورکو شویو او اسیرانو له کورنیو سره په هر اړخیزه توګه د هر ډول مسوولیت په توګه ملاتړ کوي، شرایط او د خپل ماموریت بشپړولو ته ژمن دي.

د شهداؤ او معلولینو چارو ریاست لنډه پیژندنه:
د شهداؤ او معلولینو چارو ریاست د کورنیو چارو وزارت د اداری چارو معینیت په چوکاټ کې لاندې دندې ترسره کوي:

  • د افغانستان د اسلامي امارت د محترم مشرتابه د فرمانونو، احکامو، مصوباتو، امرونو او هدایتونو اړوند کړنې.
  • د شهداؤ او معلولینو چارو ریاست؛د یوې دولتي ادارې د سمبالښت  د شهیدانو، معلولینو، ورکو شویو او اسیرانو د حقونو او امتیازاتو ملاتړی او مدافع دیاو تل په بدلونونو او پرمختګونو کې د ټولو شهداؤاو معلولینو ژوند ته ژمن دی اوکلتورې، ټولنیز او په ځانګړې توګه اقتصادي د مالي سرچینو په برابرولو کې بنسټیز او اغیزمن رول لوبوي.
  • دا اداره د ټولو پولیسو ځواکونو د شهیدانو، معلولینو، ورک شویو او اسیرانو له وارثینو سره  د ودې او پرمختګ په برخو کې ملاتړ او پالنه کوي. فکرې، کلتورې، علمې، ټولنیز، فزیکې او د ظرفیت لوړولو فعالیتونو، د عامه، خصوصي او سیمه ایزو سازمانونو او بنسټونو په ګډون، مختلف پروګرامونه او اقدامات پلی کوي.
  • د کورنیو چارو وزارت د شهداؤ او معلولینو چارو ریاست د خپلواکۍ د لارې د ټولو شهداؤ، معلولینو، ورک شویو او اسیرانو لپاره یو مسؤل او حساب ورکوونکی ارګان دی او تل هڅه کوي چې د ټولو امنیتي ځواکونو د پرمختګ، د جهادي ارزښتونو او د ځمکنی بشپړتیاو لپارهمناسب پلاتفورم ولټوی.
  • د اړوندو چارواکو له لارښوونو سره سمد هستوګنې سیمو ته د سترو شهداؤ د جسدونو انتقالول او د شهیدانو، معلولینو، ورکو شویو او اسیرانو وراثینو ته غم شریکی او تسلیت ادا کول.
  • د پولیسو ځواکونو د شهداؤ ، معلولینو، ورکو شویو او اسیرانو د انفصال لپاره ذاتی اسنادونه ترتیبول.
  • د ټولو قطاعاتو څخه د (شهادت او ټپي کیدو) اوپراتیفي راپورونه او معلومات د امکان په هر صورت کې راټولول.
  • د شهداؤ، معلولینو، ورکو شویو او اسیرانو د رالیږل شوو راپورنو څخه څیړنه، ارزونه، راجسټر او ثبتول.
  • د معلولینو، ورکو شویو او اسیرانو د چارو په اړه له روغتیايي ، کشفي او عدلي مرکزونو سره دوامداره هڅو همکاري.
  • د پولیسو ځواکونو  د سترو شهیدانو، معلولینو، زخمیانو، ورک شویو او اسیرانو له کورنیو سره لیدنه.

مهمې لاسته راوړنې:

  • د شهیدانو، معلولینو، ورکو شویو او اسیرانو د چارو پر وخت رسیدګيکول.
  • د شهیدانو او معلولینو د اسنادو په پړاوونو کې د ساده کولو د پلان د مسودو ترتیب.
  • د شهیدانو او معلولینو په ټولو چارو کې د شفاف او ځواب ویونکي سیستم رامنځته ته کول.
  • د سترو شهیدانو د جسدونو خپلو کورونو ته انتقال او د هغوی د معاشونو او امتیازاتو ورکول.
  • د شهیدانو او معلولینوڅخه پاتی کورنیود ژغورنې لپاره د اغیزمنو او ګټورو پروګرامونو جوړول.
  • د شهیدانو او معلولینو د وارثینو ورځنې ژوند ته پام لرنه کول.
  • د پولیسو ځواکونو د شهیدانو، معلولینو، ورکو شویو او اسیرانوله کورنیو سره تسلیت او مرستهکول.
  • د شهیدانو، معلولینو، ورکو شویو او اسیرانود کره شمېرې د ثبت او راجستر لپاره یو منظم سیستم جوړول.
  • د اداري مکتوبونو او اسنادونه په سیستم کې تنظیم شوي او په ارشیف کې ځای پر ځایکول.
  • د مرکزی او ولایتونو ارګانونو د قطعو او جزتامونو څخه د شهیدانو انتقال لپاره له د دوهمي واحدونو سره همغږي کول.
  • د اړونده قوماندانیو سره په دوامداره توګه همغږي شوي چي دشهیدانو جنازي د تجهیز او تکفین څخه وروسته د ځانګړو تشریفاتو سره خپلو کورنیو ته سپارل.
  • د شهیدانو کورنیو ته په خپل وخت د اکرامیي پیسې ورکول.
  • د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته په ټاکلي وخت د معاشونو او امتیازاتو د ورکولو په موخه د (کال سنتر) جوړول.
  • د بېلابېلو اداري مسايلو په اړه د رياست د کارکوونکو لپاره د روزنيزو پروګرامونو پيلول.
  •  د کړنو مؤثریت او ګټه
  • د کړنو باندی اعتماد رامنځته کول، د امنیتی ځواکونو او د کورنیو چارو وزارت نورو قدمونو د ښه رسیدګی لپاره اجراآت کول او د شهیدانو،معلولینو،ورکشویو او اسیرانو چارو ته رسیدګی کول، حقوقو او امتیازاتو په خپل وخت ورکول.
  • د دی ریاست د پرسونل کړنو ته د شهیدانو او معلولینو د چارو رسیدګی لپاره یوه مثبته ذهنیت رامنځته کیدل او ټولو مراجعینوته د حسن نیت او ایمانی او وجدانی رسالتونو په نظر نیولوسره ښه خدمات وړاندی کول.

د کورنیو چارو وزارت د رهبری غوښتونکی پایلی
•    د شهیدانو، معلولینو، ورک شویو او اسیرانو ټولو چارو ته د مسلکی او تخصصی ډول مخکی وړل.
•    د شهیدانو، معلولینو، ورک شویو او اسیرانو د ملاتړ په برخه کی ټولو معینتونو او ریاستونو د دی ریاست په همکاری سره عملی ګامونه پورته کړي.
•    د شهیدانو، معلولینو، ورک شویو او اسیرانو د کورنیو د ژوند ورځنی حالاتو د ښه والی لپاره له نورو ادارو سره یوه مثبته او ښه اړیکه رامنځته کول.
•    د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه په ځانګړې توګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له ټولو بنسټونو څخه هیله کوو چې د شهیدانو او معلولینو د پولیسو ځواکونو له کورنیو سره د روحي او مادي مرستو په برخه کې همکاري وکړي او په پایلی کی مونږ له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو، خیریه موسسو او بشرپالو څخه د ټولنې په پرمختګ کې د دوی د اغیزمن رول لپاره مخکې له مخکې مننه او قدرداني کوو.

د ضرورت په صورت کی تاسو کولی شی چی په لاندنی شمیرو اړیکي ونیسۍ:
د شهیدانو او معلولینو د رئیس د اړیکو شمیره: (0777734389)واتس اپ نمبر(0797780743) سیسکو نمبر(200140)

د دی ادارې پته: کابل ولایت-د دهمزنګ څلور لارې-د کابل ولایت امنیی قوماندانی تر څنګ-د نظم او امن عامه پخوانی تعمیر.