د شمال لوېدیځ زون د همغږۍ غونډه د بلخ والي په مشرۍ په سمنګانو ولایت کې تر سره شوه.

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۱۸
سشبسش

یاده غونډه د اړونده مسوولینو په ګډون جوړه شوه او په بېلابېلو موضوعاتو، لکه د کډوالو را ستنېدل او دوی ته د هر راز امکاناتو برابرول، د شیخ صاحب د فرمانونو د عملي کولو په څرنګوالي، د ولسونو د ستونزو حل لارې، د هېواد د لا ډاډمن امنیت خوندي توب په موخه د یوې زر کسیزې سرحدي قطعې جوړولو او نورو اړینو موضوعاتو بحث او تبادل نظر وشو.
ښاغلي وفا په خپلو خبرو کې، د سمنګانو ولایت له مشرتابه د غونډې جوړولو او را بللو په پار مننه وکړه وویل: د امیر المومنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی تر قیادت لاندې اسلامي او شرعي نظام ورځ تر بلې پیاوړی کېږي او د شریعت تطبیق په ښه ډول روان دی.
د بلخ والي د خپلو خبرو په لړ کې، د ولس د ستونزو د حل په موخه د یوه ګډ پلاوي د جوړېدو او د شکایتونو د اورېدو لپاره د یوې فعالې شمېرې غوښتنه هم وکړه.
وروسته نورو والي صاحبانو او مسوولینو په وار سره خپل نظریات او وړاندیزونه د غونډې له ګډون والو سره شریک کړل او په بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو او د حل لارو په موخه یې لازمې پرېکړې وشوې.