د شمال زون له ښوونیز مرکز څخه ۴۷۸ تنه ملي پولیس فارغ شول
یادو فارغ شویو ملي پولیسو له عقیده تي او مسلکي زده کړو وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل
د فراغت غونډې ته د کورنیو چارو وزارت د ښوونیزو مرکزونو لوی قومندان تر څنګ د کندز ولایت نور علما، مشران او خبریالان هم ورغلي وو.