د شمالي ولایتونو په کچه د طبیعي او غیرطبیعي پېښو او اورلګېدنو د مخنیوي په موخه د همغږۍ غونډې ترسره شوې

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۱۵
adsfasf

د کورنیو چارو وزارت پېښو سره د مبارزې او اوروژنې لوی رئیس الحاج حافظ نورالله انصار د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې له والیانو، امنیه قوماندانانو او اړوندو امارتي ادارو له مسؤولینو سره لیدنې وکړې او د همغږۍ غونډې یې ترسره کړې.

د دغو غونډو ګډونوالو ډاډ ورکړ، چې د خلکو د خوندیتوب او د پېښو د مخنیوي په موخه به د اړوندو ولایتونو د عملیاتي مدیریتونو سره دوامداره همکاري کوي او د اړتیا پر مهال به اړینې مرستې ترسره کوي.

همدارنګه، ښاغلي انصار سرپل ولایت د سنچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د دغې ولسوالۍ د اطفائیې آمریت ته یو عراده د اوروژنې موټر هم وسپاره.

دا سفرونه د همغږۍ د پیاوړتیا، د عملیاتي ظرفیت لوړولو او د هېوادوالو د ژوند او شتمنیو د ساتنې په موخه ترسره شوي دي.