د سویل ختیځ زون د پولیسو له ښونیز او روزنیز مرکز څخه ۷۸ سرتېري فارغ شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۳۰ - ۹:۲۳
2

د سویل ختیځ زون د پولیسو له ښونیز او روزنیز مرکز څخه ۷۸ سرتېرو د شپږ اوونیو زده کړو وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

پدې فراغتغونډه کې د پکتیا ولایت امنیه قومندان، د پولیسو د روزنیز مرکز قومندان، افسرانو، ساتنمنانو، سربازانو او یو شمېر نورو لوړو پوړو ملکي او نظامي چارواکو ګډون کړی و.

د غونډې په سر کې د پکتیا ولایت امنیه قومندان مل پاسوال محمد عثمان جانباز فارغ شویو سرتېرو ته مبارکي وویله او ویې ویل، چې دښمن د ولس او خلکو د وینې تویولو لپاره لاس په ماشه ناست دی او دوی باید د هر ډول ترورېستي کړنو په وړاندې په زغرده ودرېږي او هېچاته د دې موکه ورنه کړي چې عامه امن او نظم ګډوډ کړي.

ورپسې د پولیسو د دې ښونیز او روزنیز مرکز قومندان سمونوال جمشېد احمد نظري پولیس خپلو دندو ته متوجه کړل او ویې ویل، چې یادو سرتېرو ته د نورو بېلابېلو زده کړو ترڅنګ د دندې او خلکو په وړاندې د ژمنتیا لوست ورکړل شوی؛ نو له همدې امله به د وطن او ولس د ارامتیا په برخه کې هر ډول مبارزې ته چمتو وي.

د سویل ختیځ زون د پولیسو له ښونیز او روزنیز مرکز څخه د ۷۸ فارغ شویو سرتېرو فراغتغونډه دوی ته د سندونو او ستاینلیکونو په ورکړې پای ته ورسېده.