د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون ۱۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېر ماښام ترهګرو طالبانو د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په بېلابېلو برخو ترورېستي بریدونه سازماندهي کړي وو، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلکو ځوابیه بریدونو سره مخ شوي دي.
د امنیتي، دفاعي او هوایي ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې د حضرت سلطان ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال مولوي محمدي او همدارنګه د نظامي مسوول جندالله او د یوه محلي قوماندان مخدوم په ګډون ۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.