د دایکندي په کجران کې د ترهګرو د ځپلو په موخه پراخ چاڼیز عملیات روان دي
له یوې اوونۍ راهیسې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د دایکندي ولایت د کجران ولسوالۍ د مېشتو لپاره د امنې فضا د رامنځته کولو او د دښمن د خوځښتونو د له منځه وړو په هدف یو لړ پراخ چاڼیز عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ ترهګرو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو سربېره، د کجران ولسوالۍ څو کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه چاڼ او پاک شوي دي.
اوسمهال د کجران ولسوالۍ په پدګګ، سنګ حیدربیګ او بالا دشت کلیو کې د ترهګرۍ ضد عملیات روان دي او تر دې دمه د ترهګرو ۲۲ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې عملیاتو پر مهال امنیتي – دفاعي ځواکونو او د سیمو خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د بشپړې همغږۍ په درلودو سره ګړندي ګامونه پورته کړي او لا هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې دوام لري.