د خوست ولایت امنیې قوماندانۍ ۲۹۳ عرادې غیرفعال پوځي وسایط ترمیم کړل

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۲۹
sdfgsfdg

د خوست ولایت د امنیې قوماندانۍ د وسایطو د ترمیم ورکشاپ منسوبینو په تېرو درېیو میاشتو کې د دغې قوماندانۍ ۲۹۳ عرادې پوځي وسایط، چې د تخنیکي ستونزو له امله نیمه فعال یا له کاره لوېدلي وو، ترمیم او بېرته د استفادې وړ ګرځولي دي.
په ترمیم شویو وسایطو کې رینجر موټر او هاموي ټانکونه شامل دي، چې له ترمیم وروسته د دغې قوماندانۍ اړوندو قطعاتو ته سپارل شوي، ترڅو د اړتیاوو د پوره کولو او د چارو د پرمخ وړلو لپاره ترې استفاده وشي.