د حامد کرزي په هوايي ډګر کې درې کیلو ګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۰ - ۹:۳۷
moi

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو له خوا، یو تن قاچاقبر چې غوښتل یې څه باندې درې کیلو ګرامه نشه يي توکي د هیرویینو له ډوله ډهلي ته ولېږدوي؛ ونیول شو.
نیول شوي کس یاد مواد د سفري بکس په لاندینۍ برخه کې په ډېر ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې کشف او ونیول شول.