د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د نشه يي توکو یو قاچاقبر ونیول شو

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۳:۴۸
۷

تېره ورځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو له سرحدي ځواکونو سره یو ځای د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد کس غوښتل چې څه باندې ۷ کیلوګرامه ښيښه د ګمرګ په وسیله له هېواده بهر ته قاچاق کړي، چې د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی.
د دې قضیې په تړاو یو بل کس هم د کابل ښار په اتمه حوزه کې نیول شوی دی.