د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر خیبر پاکستاني په ګډون ۶ طالبان وژل شوي او ۹ ټپیان دي

jamil-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۴:۱۶
v

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په سبز سیمه کې د ترهګرو طالبانو تجمعات هدف ګرځولي، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د یوه ډلمشر خیبر اکه مشهور په پاکستاني په شمول ۶ ترهګر وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي. 
یاد ترهګر په تازه ګۍ سره له پاکستان څخه فاریاب ولایت ته د ترورېستي پېښو او بریدونو د سازماندهي په پار راغلی و.