د تخار ولایت بهارک ولسوالۍ په بشپړه توګه د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوه.

له تېرو څو ورځو راهیسې ملي امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ په ابدال او تخته کپرک کلیو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د بهارک ولسوالۍ ټولې سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې کړې دي.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې عملیاتو په لړ کې ۸۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۶۷ نور ټپیان دي.
د دې عملیاتو پرمهال د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او نقلیه وسایط هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
همداراز ترهګرو طالبانو د بهارک ولسوالۍ په دو راهي سیمه کې د عمر فاروق ښونځي د ویجاوړولو په هدف یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.
تخار کې دا عملیات د کورنیو چارو، ملي دفاع وزارتونو او ملي امنیت ریاست مرستیالانو رهبري کوه.