د بلخ پولیسو درې تنه د وژنې او د عامه امن او نظم د اخلال په تړاو ونیول

د بلخ پولیسو د دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د وژنې او همدارنګه د عامه امن او نظم د اخلال په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په څلورمه حوزه کې دوه تنه د قتل او همداراز په لسمه حوزه کې بیا یو کس د وهلو ډبولو د قضیې سربېره؛ د عامه امن او نظم د اخلال په تړاو له یو میل کلاشینکوف وسلې سره یو ځای نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.