د بدخشان والي د یفتل ولسوالۍ له خلکو سره وکتل
د بدخشان والي الحاج مولوي رحمتالله نجیب د دغه ولایت له یفتل ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه. په هغه غونډه کې چې په یاده ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، د بدخشان امنیه قوماندان، د استخباراتو رئیس، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیسانو، علماوو او قومي مخورو او یو شمېر ملکي او نظامي مسؤلینو ګډون کړی و. د تخار پوهنتون رئیس مولوي عبدالجمیل سایس او د یفتلونو مشرانو د بدخشان والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د جهاد پر مهال د یفتل ولسوالۍ د خلکو د مبارزو او سرښندنو یادونه وکړه او ویې ویل چې د یفتل خلکو په تېر او اوس وخت کې د اسلامي نظام ترڅنګ ولاړ پاتې شوي او په بېلابېلو برخو کې یې له مسؤلینو سره همکاري کړې ده. ورپسې د بدخشان والي خلکو ته د اسلامي امارت د رهبرۍ پیغام ورساوه، د جهاد پر مهال یې د یفتل د خلکو او مجاهدینو د مبارزو او سرښندنو قدرداني وکړه او د امنیت په ټینګښت، د اسلامي نظام په تحکیم او د هېواد په ثبات کې یې د هغوی رول مهم وباله. نوموړي له خلکو وغوښتل چې له مسؤلینو سره هر اړخیزه همکاري وکړي، د نشهيي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي، د امنیت په تأمین، عامه نظم په ساتلو او د ناقانونه فعالیتونو په مخنیوي کې فعاله ونډه واخلي. په پای کې د بدخشان امنیه قوماندان ملا احمدشاه دیندوست هم د یفتل ولسوالۍ له خلکو وغوښتل چې د تېر په څېر د امنیت په تأمین، نظم په ساتلو او ثبات په ټینګښت کې له امنیتي ځواکونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.