د بادغیس امنیې قوماندانۍ امنیتي منسوبینو ته لسګونه موټرسایکلونه ووېشل شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
شیبشسیب

د بادغیس ولایت د امنیې قوماندانۍ مسؤلینو، ۳۵ عرادې موټرسایکلونه چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د تامنیتاتي چارو معینیت له لوري د امنیتي ځواکونو د تجهیز په موخه لېږل شوي وو، د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې امنیتي منسوبینو ته ووېشل.

یاد وسایط د امنیتي حضور د لا پیاوړتیا، د دندو د چټک ترسره کېدو او له لرې پرتو سیمو کې د غوره څارنې په موخه وېشل شوي دي.