د امیر المؤمنین حفظه الله د حکم له مخې حافظ عبدالرشید عمري د غزني د نوي مرستیال والي په توګه رسما معرفي او په دنده یې پیل وکړ.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۹:۳۳
asdfasdf

په همدې اړه یوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري ښاغلی حافظ عبدالرشید عمري د غزني ځایي مسؤلینو او خلکو ته معرفي او په دنده یې پیل وکړ.

په غونډه کې د اسلامي امارت د دفاع وزارت د لوی درستیز
مرستیال محترم حاجي مالي خان د غزني د نظامي او ملکي ادارو مسؤلینو، مجاهدینو، قومي مخورو، د پوهنتونونو استادانو او عامو غزني مېشتو ولسونو هم ګډون کړی وو.