د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معین الحاج مولوي عبدالله مختار، چې د کندز امنیه قوماندان الحاج پاسوال مولوي مطیعالله سیفالله یې ملتیا کوله، د یاد ولایت د پولیسو له ۲۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي مختار د روغتون له مختلفو څانګو کتنه وکړه، د ناروغانو د درملنې څرنګوالی یې وارزاوه، د پرسونل هڅې یې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د ناروغانو، مجاهدینو او مراجعینو سره دې په اخلاص او ښه چلند خدمت وشي. نوموړي د شته ستونزو د حل ډاډ هم ورکړ.