دایکندي کې پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور یې ټپیان دي.

د دایکندي ولایت د کجران ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ منسوبین شپه مهال له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم ډلمشر په ګډون پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور یې ټپیان دي.
نښته داسې مهال رامنځته شوه، چې ترهګرو طالبانو د پولیسو پر پوستو د برید قصد درلود.