خوست کې ۵۹ میله بېلابېلې وسلې ډایاک ته وسپارل شوې.
د تېرو دوه اوونیو په ترڅ کې د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو او له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۵۹ میله بېلابېلې وسلې نیول شوې.
په نیول شویو وسلو کې ۴۱ میله یې بېلابېلې تفنګچې، ۱۱ میله کلاشینکوفونه او یو میل کلاکوف هم شامل دي.
یادې وسلې تېره ورځ د ملي دفاع وزارت د ډایاک پروسې ته سپارل شوې دي.