خوست کې له یوې ترهګریزې پېښې مخنیوی وشو.

د خوست ولایت د دوه منده ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ملي پولیسو د یوې چاودنې مخه نیولې.
ترهګرو طالبانو یو کړۍ ماین د ترهګریزو پېښو په موخه د دوه منده ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ د انجنیرۍ ډلې له خوا کشف او شنډ شو.