خوست کې له دوه خونړیو پېښو مخنیوی شوی.

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په خوست ښار کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د خوست ښار په سبزي منډايي او ګلزار اکا سیمو کې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف دوه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د امنیه قومندانۍ دانجینیرۍ ډلې لخوا شنډ شول.